غزني:د اب بند امنیه قومندان ووژل شو

د غزني ولایت د اب بند ولسوالۍ امنیه قومندان پرون له غرمې مخکې ووژل شو.

د غزني ولایت امنیه قومندان،زړور زاهد، د دې خبري په تایید سره ازادۍ راډیو ته وویل، سمونیار نور علم پرون یولس بجې هغه مهال د دوو موټر سایکل سپرو له خوا په ډزو ووژل شو، چې له خپل کوره د دفتر په لور روان وو.

زړور وایي، برید کونکي د پېښې له سیمې تښتیدلي دي.