د افغانستان د دفاع وزرات وایي، چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې یې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ تنه وسله وال نیولي او یو شمیر وسلې یې هم تر لاسه کړي.
دا کسان پرون د پکتیا او میدان وردګو په ولایتونو کې نیول شوي.
د دفاع وزارت په اعلامیې کې همدا راز راغلې، چې د کندهار په ژړی ولسوالی کې یو شمیر وسلې د ګډو ځواکونو لاس ته ورغلي.
په دې عملیاتو کې درې د ملي اردو منسوبین وژل شوي او دوه تنه یې ټپیان شوي.
د ایساف لخوا په یوې بلی خپرې شوي اعلامیې کې راغلي، چې پرون د ګډو ځواکونو په چانیزو عملیاتو کې د لوګر په ولایت کې یو شمیر وسله وال وژل او په هلمند، کندهار او پکتیا ولایتونو کې د یو شمیر مشکوکو وسله والو د نیول کیدو راپورونه ورکړه شوي.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.