د سپټمبر د ۱۱مې لسمه کلیزه د خلکو له نظره

Your browser doesn’t support HTML5

امريکايي چارواکي وايي، دوي داسې کره معلومات تر لاسه کړي چې د سپتبمر د یوولسمې د کالیزي په ترڅ کې به القاعده ممکنه ده چې پر نیویارک او واشنګټن حملې وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د سپتمبر د یوولسمې د پېښې د لسمې کالیزې د مراسمو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي. وسله والو طالبانو خبري رسنیو ته په خپلې لیږلي اعلامیي کې ویلي، چې هغوي د سپتمبر د یوولسمې په پېښې کې لاس نه درلود. دوي په همدې اعلامیې کې ویلي، متحد ایالات د سپتمبر د یوولسمې د حملې په پلمه افغانستان اشغال کړ او نړېواله ټولنه د زر ګونو افغانانو د وژنې مسووله ده. تر هغه وروسته چې حکومت په نا تاتید شوي ډول د تروریستي حملو د خطر اعلان وکړ، نو په نیویارک او واشنګټن کې يي په لوړه سطح امنیتي تدابیر ونیول شول.