کراکر: پاکستان طالبانو ته د افغانستان د سولې په خبرو کې د ګډون اجازه نه ورکوي

په کابل کې د امريکا سفير وايي چې پاکستان د طالبانو مشرانو ته اجازه نه ورکوي چې افغانستان ته لاړ شي او د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

يو ايس ټوډې امريکايي ورځپاڼې ته د امريکا سفير راين کرارکر په ټېلفوني مرکه کې وويل:

″هغو کسانو ته، چې غواړي خبرې وکړي، بايد موقع ورکړاي شي او هغوی چې د جګړې اراده کړې، بايد پرخلاف يې اقدام وشي څو له جګړې راوګرځول شي.″

ده په عين حال کې يادونه وکړه، چې له طالبانو سره د خبرو اترو د لارې برابرول څومره چې د افغانستان په ګټه دی، هومره د پاکستان په خير هم دي.