خوست:حربي پوهنتون ته د داخلیدو لپاره ازموينه واخيستل شوه

د خوست د پوهنې چارواکي وایي، تیره ورځ د دولسمو ټولګیو سلګونه فارغانو حربي پوهنتون ته د داخلېدو په موخه د کانکور ازموینه ورکړه.

د خوست د پوهنې ریس انجینر بخت نور بختیار ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دغو زده کوونکو شمېر تقریبا پنځه سوو ته رسېده، چې نوي تنه به یې د دغه پوهنتون حقوقو، انجینرۍ او طب پوهنځي ته لاره پیدا کړي.

په دغو زده کوونکو کې د دولسمو ټولګیو برحاله زده کوونکو هم ګډون کړی وو.