هند: په ډهلي کې د سترې محکمې مخې ته چاودنه شوې

د هند په مرکز نوي ډهلي کې د سترې محکمې بهر چاودنې کې لږ ترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او زیات شمېرنور ټپیان دي.

چارواکې وایي، داسې بریښي، چې بم په یوه لاسي بکس کې ایښودل شوی و او د محکمې په دروازې کې د خلکو په ګڼې ګوڼې کې چاودنه وشوه.

د هند صدراعظم منموهن سنګ دا حمله وغندله:

“دا د تروریستانو یو وحشیانه عمل دی. موږ به ورسره چلند وکړو. موږ به د تروریزم فشارونو ته هیڅکله سر ټیټ نه کړو.

دا یوه اوږده جګړه ده او په دې جګړې کې ټول سیاسي ګوندونه او د هند خلک باید متحد شي او په دې توګه به د تروریزم خطر او اغیز له منځه لاړ شي.”

څیړونکې وایي، د جنوبي اسیا د یوې بنسټ پالې ډلې حرکت الجهاد الاسلامي د هغه ایمیل په اړه څېړنه کوي، چې د دغې حملې مسولیت یې په کې په غاړه اخیستی دی.