ولې ناټو افغان دولت ته د افغان بندیانو سپارل ځنډوي؟

ناټو وایي، افغان دولت ته یې د افغان بندیانو ورسپارل د دې لپاره ځنډولې دي، چې د افغانستان په یو شمېر زندانونو کې له ادعاء سره سم زندانیان شکنجه شوې دي.

د بي بي سي نړیواله څانګه وایي، د ملګرو ملتو په یوه رپوټ کې ادعاء شوې ده، چې د افغانستان په توقیف ځایونو کې بندیان وهل کیږي او په ځینو مواردو کې د بریښنا ټکانونه ورکول کیږي.

د ناټو یوه چارواکي چې نوم یې نه دی څرګند کړی اسوشیتد پریس اژانس ته پرون وویل، ناټو د همدې له امله ناټو د افغان زندانیانو سپارل افغان دولت ته ځنډولې دي او غواړي چې دا مساله معلومه کړي.

د ناټو دغه چارواکي ځکه خپل نوم څرګند نه کړ چې دغه رپوټ تر اوسه رسما ناټو نه دی تایید کړی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د دفتر یا یوناما یوه ویاند وویل، ملګرو ملتو خپله څیړنه له افغان چاروکو سره شریکه کړې ده.

د بي بي سي د نړیوالې څانګې په وینا د ملګرو ملتو په رپوټ کې اووه ولایتونه یاد شوې دي چې هلته زندانیان شکنجه کیږي.