"بهرني سوالګر د سوال ترنامه لاندې ورانکاره فعالیتونه کوي"

په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغان سوالګرو ترڅنګ یو شمېر بهرني سوالګر تر سترګو کیږي، چې شمېر یي ورځ تر بلې په زیاتیدو دې.

دغه سوالګر، چې ډیري یي پاکستانیان دي که څه هم په ژبه نه پوهیږي، خو د کابل ښار په بېلابېلو واَټونو کې له خلکو خیر غواړي.

که څه هم د بهرنیو سوالګرو په اړه دقیقه احصایه نه ده موجوده، چې اوس مهال په افغانستان کې موجود دي، خو د ځینو معلوماتو له مخې دوي د موجوده سوالګرو په سلو کې شل برخه جوړوي.

د دې سوالګرو له ډلې نه ځینو یي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي په زیات شمېر کې افغانستان ته راغلي:

((موږ دلته ګدایي کوو، زه د سند ایالت اوسیدونکي یم، هلته سیل راغلی وو، تاسې به سیل نه وي لیدلی، هغه کورونه ورانوي، زموږ د کورنۍ غړي لس کسه دي هلته زموږ خلک موږ ته خیر نه راکوي، دلته ټوله ورځ د خلکو په پښو کې لویږو، څو سل یا دوه سوه روپۍ وګټو، تاسﺉ خو مسلمانان یي موږ ته خیرات راکړﺉ، زموږ غریبان یو ماشومان مو تغذیي ته اړتیا لري، افغانستان کې جنګ نشته دلته ډالر دي، ټول خلک یي شتمن دي، موږ بیوزله یو او ګدایي کوو.))


((زه د کوټې بلوڅه یم، هلته سیل راغلی وو زه غریبه یم نو ګدایي کوم، زه د ډوډی لپاره سل یا دوه سوه روپۍ پیدا کوم او بس)).


((زه د کوټی بلوڅه یم،سیل راغلي وو، موږ یي زیانمن کړو، خیر ټولوم غریبه یم نو څه وکړم.))


خو د دې پاکستانی سوالګرو د خیر راټولو له بڼې یو شمېر کابل ښاریان ډیر زړه تنګه شوی او له حکومت څخه غواړي، چې د دوي په راټولو او خپل هېواد ته یي د استولو په اړه چټک اقدام وکړي.

خو د افغانې سرې میاشتې د مرستونونو چارواکي بیا وایي، هغه بهرني سوالګر، چې په واټونو کې په خیر ټولو بوخت دي دا عادي خلک نه بلکي د ځینو جاسوسې شبکو لپاره کار کوي.

د سرې میاشتې د مرستونونو مشر ډاکټر احمد الله احمدي، ازادۍ راډیو ته وویل، دا بهرني سوالګر، چې ډیری یي پاکستانیان دي د خیر ټولولو تر نامه لاندې نور ورانکاره فعالیتونه کوي.

دی وایي، دا سوالګر د افغانستان په مرکزي او هغو نورو ولایتونو کې، ډیر تر سترګو کیږي، چې له پاکستان سره ګډې پولې لري.

د ښاغلی احمدي پر وینا دوي دا سوالګر په وار وار له ښارونو راټول کړي او په کابل کې یي د پاکستان سفارت ته سپارلي دي، خو سفارت دغه کسان بیرته خوشې کړي او افغان حکومت ته روښانه او موجه ځواب نه ورکوي.

ښاغلی احمدی وایي، دوي داسې یوه طرحه جوړه کړي، چې له تصویب وروسته به قانوني بڼه ومومي څو هغه سوالګر، چې له خیر ټولو منع شوي، که چېرې په مکرر ډول په خپل کسب ولیدل شي، نو د میاشتو او کلونو د بند سزا به ور کول کیږي.

د کورنیو چارو وزارت هم په افغانستان کې د پاکستاني سوالګرو د شمېر په اړه اندیښمن دي او وایي، چې دا وزارت به له دغو کسانو سره قانوني چلند وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي، چې دوي به د دې سوالګرو په راټولو اقدام وکړي.

د مرستونونو ریاست چارواکي وایي، چې دوي تر اوسه پورې یواځې په کابل ښار کې څلور زره درې سوه اته اتیا سوالګر ټول کړي، چې له دې ډلې یو سله پنځه څلويښت یي د پاکستان اتباع دي.

په افغانستان کې اوس مهال ډیرې کورنۍ د اقتصادي فقر او یا هم د دوامداره کسب په توګه خیر ټولو او کله نا کله د دوي د خیر ټولو بڼه ډیره زره بوږونکي وي، کله ناکله د خلکو د ترحم د ترلاسه کولو لپاره د خپلو ماشومانو اندامونه معیوبه وي.

ذکیه غیاثي نذیر،کابل