د ولسي جرګې يو کلن کړکېچ

د ازادي او اورېدونکو په دې پروګرام د ولسي جرګې لانجه له اورېدونکو او يوه کارپوه سره څېړو، د ولسي جرګې له انتخاباتو کال اوړي، خو لا هم بريالي او ناکام اعلان شوي وکيلان په لانجو کې ښکېل دي، چې دغه جرګه لا هم نه ده توانېدلي خپلې چارې په عادي توګه پيل کړي.

د ۱۳۸۹ لمریز کال د وږي يا سنبلې د میاشتې د ولسې جرګې انتخابات هغه وخت بحراني شول، چې د دې انتخاباتو سلګونه کاندیدانو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د دی انتخاباتو پر لومړنيو نتايجو اعتراض وکړ، وروسته دا اعتراضونه په مظاهرو واوښتل او لانجه يې يو کلنه شوه، خو ختمه نه شوه.

پروګرام په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ


تاسو په دې شمېرو د دې پروګرام لپاره په اتومات پيغام ثبتوونکي ماشين کې خپل ټلیفوني پیغامونه ثبتولی شئ.

په افغانستان کې د پیغام ثبتوونکي ماشين شمېره ده:

۰۰۹۳۷۰۰۲۷۴۳۶۱

د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ ښار کې د پیغام ثبتوونکي ماشين شمېره ده:

۰۰۴۲۰۲۲۱۱۲۴۱۱۵

خپل شکايتونه د ايميل له لارې هم پروګرام ته رالېږلاى شئ.

د پروګرام د جوړوونکي صالح محمد صالح د برېښناليک (ايميل) ادرس دى:

salihs@rferl.org