ایتلافي ځواکونه:په پکتیا کې پر موږ بریدونه شوي خو زیان نه رارسیدلی

ايتلافي ځواکونه وایي، د پکتیا په جاني خیلو او څمکنیو ولسوالیو کې وسله والو طالبانو د دوي په کاروانونو جلاجلا بریدونه کړي خو چاته په کې زیان نه دی رسیدلی.

د دغوځواکونو د مطبوعاتي دفتر یوه مسول ډیویډ مایر ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې برید کې د وسله والو مخالفینو د مرګ ژوبلې په اړه هم معلومات نه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایي، چې تیره ورځ یي د پکتیا په جاني خیلو او څمکنیو ولسوالۍ کې د ایتلاف په کاروانونو بریدونه کړي چې د دوي څو ټانګه یې له منځه وړي او اته تنه یې وژلي او ټپيان کړي دي.


مجاهد په دې نښتو کې د خپلو دوو ملګرو وژل کېدل هم تاییدوي.