په کابل کې د نشه يي توکو د مخنیوي لپاره ۴اړخیزه غونډه روانه ده

د نشه یي توکو د قاچاق او کرکیلې د مخنیوي لپاره په کابل کې د تاجکستان،روسیې پاکستان او افغانستان څلور اړخیزه غونډه روانه ده.

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیر زرار احمد مقبل په دې غونډه کې وویل، چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به د نشه یي موادو په کرکیله کې پنځوس فیصده کموالی راولي.

په دغې غونډه کې چې سبا هم دوام کوي د نشه یې توکو سره د مبارزې په ترڅ کې شوي پرمختګونه ارزول کیږي او پرنویو لارو چارو په کې خبرې کیږي.

د یادولو ده چې د دغو هېوادونو لومړۍ غونډه له دې وړاندې په روسیه کې جوړه شوې وه.