الجزایر:د قذافي د کورنۍ غړي موږ سره په امن کې دي

د الجزایر صدراعظم د یکشنبې په ورځ د معمر القذافي د کورنۍ غړو ته د پناه ورکولو په خاطر د خپل هېواد د پریکړې ملاتړ وکړ او دا یې د بشر پالنې له مخې شوی اقدام بللی.

د الجزایر صدراعظم ویلي، چې د قذافي د کورنۍ غړي د دوي تر نظر لاندې دي. له بله پلوه ، د لیبیا ملي انتقالي شورا چې په لیبیا کې د موقت حکومت مشري کوي د الجزایر پردې پریکړه انتقاد کړی او د خشونت اقدام یې بللی دی .

د لیبیا د پخواني مشر معمرالقذافي میرمن، د هغه لور او دوه زامن د اګسټ د میاشتې په ۲۹ الجزایر ته وتښتیدل .