سوریه:امنیتي ځواکونو اته ملکیان وژل شي

په سوریه کې د بشري حقونو مدافعین وايي، چې امنیتي ځواکونو لږ تر لږه اته تنه ملکي کسان د دې هېواد په شمال ختیځو ښارونو کې د ناکراریو پرمهال پرون ورځ وژلي دي.

خو د سوریې حکومت وايي، چې دا یوه وسله والو ډله وه چې پر یوه موټر یې حمله کړې او ۹ تنه یې وژلي دي، دا ملکي کسان د سوریې په لرې پرتو او ناکراراه ښارونو عدلیب او حما کې وژل شوي دي .

ملګري ملتونه وايي، چې د رژیم ضد مظاهرو له پیل سره سم په تیرو پينځو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۲۰۰ تنه اعتراض کونکي د سوریې د حکومت د ځپونکو حملو په ترڅ کې وژل شوي دي .