ویل کیږي، چې د کابل ښاروالۍ او د کابل د بریښنا د ریاست د اجیرو کارکونکو د معاشونو د لوړېدو طرحه د وزیرانو شورا ته وړاندې شي، همدا راز ولسمشر حامد کرزي مسولینو ته دنده سپارلې چې د دې دواړو ادارو هغو کارکونکو ته چې کورونه نه لري، د ځمکې ورکولو په اړه غور وشي.
د جمهوري ریاست مطبوعاتي اعلامیه وايي، چې ولسمشر کرزی د یکشنبې په ورځ د کابل ښاروالۍ او د کابل د بریښنا ریاست له کارګرانو سره د لیدو لپاره د دې دواړو ادارو ته ورغی او له هغو سره یې پر ورځنیو ستونزو خبرې وکړې.
د کابل ښاروالۍ کارګران او د بریښنا ریاست مامورین وايي، چې په ښار کې د نرخونو د لوړوالي په خاطر اقتصادي ستونزې ډيرې دي او د دوي معاشونه کم دي .