"پولیس به د پارلمان امنیت د روانې ستونزې تر پایه ساتي"

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو ځکه د تیرې ورځې راهیسي د ملي شورا امنیت ټینګ کړي، چې په پارلمان کې د تروریستانو، له خوا د بریدونو د ترسره کولو راپورونه را رسیدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، د ا پولیس به تر هغه د پارلمان امنیت وساتي، څو په پارلمان کې روانه ستونزه پای ته نه وي رسېدلی.

دا وزارت وایي، دا ځکه، چې وسله وال مخالفین له دې فرصت څخه ګټه وانه خلي او هلته خپل پلان شوي بریدونه تر سره نه کړي.

په دې اړه زموږ همکارې ذکیي غیاثي نذیر د کورنیو چارو وزارت له ویاند صدیق صدیقی سره مرکه کړې ده، چې دا مرکه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ