لیبیا:یاغیان پر بن ولید ښار برید ته چمتو دي

په لیبیا کې د معمر قذافي ضد وسله وال وايي، د پخواني مشر د پلویانو تر ولکې لاندې په یوه بل ښار بن ولید حملې ته چمتو دي.

زرګونو وسله والو د بن ولید ښار محاصره کړی او راپورنه وايي، چې هغوي د ښار له مرکز څخه د ۱۵ کیلو مترو په واټن کې موقیعت لري.

د قذافي یوه ویاند موسې ابراهیم ویلي، په بن ولید کې لویه قبیله له واک نه د لیرې شوې مشر پلوي کوي او وسله والو ته به تسلیم نه شي:

(یوه شي، چې غواړم تاسو ته يې یقیني کړم هغه دا دی چې بن ولید لوی ښار دی او دغلته د لیبیا تر ټولو لویه قبیله میشته ده .

دې قبیلې پریکړه کړې، چې له قذافي به ملاتړ کوي، دغې قبیلي د وسله والو له انتقالي شورا سره د خبرو اترو هر ډول هڅه رد کړې ده.

په بن ولید کې د وسله والو د انتقالي شورا پیغام ته اهمیت نه دی ورکړل شوی.)

په سیمه کې د قذافي ضد وسله وسله والو قومندان محمد الفاسي خبرې اترې پای ته رسیدلي او د هغه ځواکونه به نن ناوخته پورې پر بن ولید حمله پیل کړي.

دغه راز د لیبیا د انتقالي شورا وسله والو د قذافي پلارنۍ ښار سرت او په جنوبي صحرايي ښار سبها کې د قذافي پلو ځواکونو د اډې محاصره هم تنګه کړې ده.