اسراييل:د ترکيي بخښنې ته اړتیا نه لرو

د اسرایلو صدراعظم وايي هیواد يې اړتیا نه لري چې له ترکي څخه د هغې حملې له امله بخښنه وغواړي چې تیر کال د کشتیو پر هغه کاروان وشوه، چې د غزې د محاصرې د ماتولو په هدف روانه شوه وه.

بنیامین نتنیاهو د دې مسلې په اړه په خپلو څرګندونو کې د اسرایلو کابیني ته نن وویل، اسرایلو په دغې حملې سره له خپلو خلکو، ماشومانو او ټولنې څخه دفاع کړې ده.

نوموړي په دغې حمله کې د ترکي اتباعو په وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه او هیله يې وښودله چې له ترکي سره اړیکي به ترمیم شي.

ترکیه له اسرایلو غواړي، چې د تیر کال د حملې په خاطر له انقري څخه بخښنه وغواړي او د غزې تراړې محاصره ختمه پای ته ورسوي.

تیره ورځ د ترکيي د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې هېواد به يې راتلونکې اونۍ د اسرایلو له خوا د غزې محاصره په نړېواله محکمه کې چیلینج کړي.