د ملي شورا د ودانۍ ټینګ امنیت نیول شوی

امنیتي چارواکي وایي، چې د ملي شورا د ودانۍ شاه خوا سیمه کې جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا تدابیر د ملي شورا د انګړ په دننه او بهر کې د هر ډول تخریبي فعالیتونو د مخنیوي په هدف نیول شوي دي.

پرون د ولسي جرګې یو شمېر غړي چې دې جرګې ته د یو شمېر نوېو معرفي شوو وکیلانو له ورتګ سره مخالف وو خبر داری ورکړی وو چې په مدني خوزښت او حرکاتو به لاس پورې کړي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د ولسي جرګې د نوېو معرفي شوو وکیلانو د لوړې هرکلۍ کړی او هیله یې وښوده چې له دې سره د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه روانې ناندرۍ هم پای ته ورسیږي.