ناټو د ګوانتانامو یو پخوانۍ زنداني وژلی

د ګوانتانامو یو پخوانۍ زنداني، چې له زندانه ازاد شوې وو او بیرته په افغانستان کې د وسله والو طالبانو سره یو ځای شوی وو، ناټو ځواکونو په جلال اباد کې وژلی دی.

ناټو په یوه خبرپاڼه کې وايي، دغه کس صابر لعل نومیده او د شپې د عملیاتو پر وخت یي وژلی، چې له القاعده سره یې ډیرې اړیکي درلودې.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزی وايي، عملیات د 4 ناحیې د انګور باغ په سیمه کې شوی او درې کسان نور په کې ټپي شوي دي.

ویل کیږي، چې صابر لعل پخوانۍ جهادي قوماندان وو ، چې بیا له طالبانو سره یو ځای شوی و.