روسیه: افغانستان د امنیت په برخه کې همکاري ته اړتیا لري

د روسیې ولسمشر وايي، د افغانستان او شا او خوا هیوادونو برخلیک یې باید د سیمي د هیوادونو له خوا وټاکل سي.

دیمیتري مدویدف دا خبره پرون د د روسیې، تاجکستان، پاکستان او افغانستان په څلور اړخیزه غونډه کې د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې وکړه.

ده وویل، هغه څه چې د امنیت په خاطر په افغانستان کې کیږي، پر موږ اغیز کوي، نو له همدې امله سیمیږي همکارۍ ته اړتیا ده.

په دغه څلور اړخیزه غونډه کې د افغان ولسمشر حامد کرزي تر څنګ د پاکستان او تاجکستان ولسمشران هم حاضر وو.

د ارګ ماڼۍ څخه په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزی بیرته افغانستان ته را رسېدلی دی.