ولسمشر حامد کرزی پرون د تاجکستان له سفر څخه بیرته کابل ته ستون شو.
د ولسمشر د ویندوی له د فتره په دې اړه یوه خپره شوې خبر پاڼه وايي، چې ولسمشر حامد کرزی په خپل دې سفر کې د روسیې، تاجکستان او پاکستان له ولسمشرانو سره په څلور اړخیزه غونډه کې پر ګډون سربیره، په دوشنبې کې د دې هېوادونو د ولسمشرانو سره جلا جلا کتنې هم کړي او په کې یې له هغوی سره په ګډو اړیکو خبرې کړې دي.
تر دې مخکې په دوشنبې کې ولسمشر کرزي د شانګهای د سازمان د غړیو هیوادونو د مشرانو په غونډه کې د څارونکې په توګه برخه لرله.
ټاکل شوې ده، چې د روسیې، تاجکستان، پاکستان او افغانستان د ولسمشرانو بله څلور اړخیزه غونډه به په ۲۰۱۲ کال کې په اسلام اباد کې جوړه شي.