کونړ: د پولې پورې غاړې ۴۰ تنه هلکان برمته شوي

افغان چارواکي وايي، په کونړ کې د کرښې له ها غاړې د ور اوښتو ځینې کسانو د ورکیدو اوازې ورسیدلې خو په دې اړه لا پوره معلومات نه لري.

د جمعې په ورځ پاکستاني چارواکې وویل د باجوړ د قبایلي سیمې د ماموندو تر څلوېښتو زیات تنکي ځوانان چې افغانستان ته اوښتي وو هلته برمته شوې دي.

د محمد حسیب خان په نوم یو پاکستاني چارواکي رسنیو ته ویلي چې دا ځوانان د اخترې د میلې لپاره له کرښې اغاړه اوښتي وو او هلته نا معلومو کسانو برمته کړي. پاکستاني لورې ددې کسانو په خوندي خوشي کیدو کې د افغان لورې څخه مرسته غوښتې ده.

د جرمني خبري اژانس د یو افغان چارواکې له خولې چې نوم یې نه دې ښودل شوي ویلي، موږ ته دا اوازې رسیدلي چې یو شمیر ملکي کسان چې له کرښې را اوښتي وو ورک شوی دي. خو تر اوسه مو له امنیتي ځواکونو رسمي معلومات نه دي تر لاسه کړي.

دې افغان چارواکي ویلي چې ددې مسلې په اړه یې څیړنې پیل کړي.