حامد، وردګ

د تجارت له وزير احدي صيب نه غوښتنه كوو، چې هېواد ته د بې كيفيته صنعتي موادو د ننوتلو مخه په عاجله توګه ونيسي.

نن په افغانستان كې باكيفيته مواد ډير كم واريديږي، اوسني تجاران د جيب د ډكولو لپاره زموږ د غريب ولس په سترگو كې خاورې شيندي،وزير صيب بايد د دې موادو په كنټرول كې جدي اوسي او جدي اقدام وكړي.

تاسې باور وكړئ، موږ دا مواد رانيسو. له څو محدودو ورځو زيات كار نه كوي.

بيا مجبوريږوو چې د زياتو پېسو په بدل كې كم كيفيته سامان واخلوو، زما هدف له دې موادو نه د مثال په توگه:موبايلونه،چارجرونه،بطرى،لامپونه راډيو گانې او داسې نور نور شيان له ښه جوړښته نه دي برخمن.

زما په نظر به ظاهراً دا عادي ستونزمنه وي، مګر حقيقت دا نه دی، موږ د عاجل، فوري او جدي اقدام غوښتنه كوو له ټولو تجارانو څخه. هيله لرو، چې د خدای په لحاض لږ مو سر ګريوان ته دننه كړئ او د هېوادوالو او اسلام سره خيانت مه كوئ او د باكيفيه موادو په را ننباسلو كې كوښښ وكړی. بس دئ نور له موږ غريبانو پيسې مه غلا كوئ.له خپلې شتمنۍ صحيح او اسلامي ګټه واخلئ.