بیلاروس:په يوه- يوه نيمه مياشت کې به ټول سياسي بنديان خوشې شي

د بيلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشينکه، چې ظاهراً هڅه کوي له اروپايي اتحاديې سره تماسونه ټينګ کړي، بلغاريا ته وعده ورکړه چې په يوه- يوه نيمه مياشت کې به ټول سياسي بنديان خوشې کړي.

د بلغاريا د بهرنيو چارو وزير پرون اعلان وکړ، لوکاشينکه تېره اوونۍ له ده سره په کتنه کې ژمنه ورکړه چې ټول سياسي بنديان به د اکتوبر تر نيمايي پورې خوشې کړي.

د بلغاريا د بهرنيو چارو وزير د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيران او د دې اتحاديې د بهرنيو اړيکو مشره کاترين اشټن د بلغاريا له ژمنې خبر کړل.