پاکستان:په لکي مروت کې ځان مرګي ۱۴تنه ژوبل کړل

د پاکستان په شمال لوېديځ کې پرون دوه تنه هغه مهال ووژل شول او شاوخوا ۱۴ نور ژوبل شول چې يوه ځانوژونکي خپل موټر وچاوداوه.

د خيبرپښتونخوا په لکي مروت کې پوليسو پر دغه موټر شک وکړ او هغه ته يې د درېدو امر وکړ خو کله چې موټر ونه درېد، ډزې يې پرې وکړې.

د لکي مروت د پوليسو مشر ګل ولي خان وويل، د پوليسو تاڼې يا ماموريت ته نژدې په دې چاودنه کې دولس دوکانونه او اووه کورونه هم زيانمن شول.

پېښه په داسې حال کې وشوه چې په پاکستان کې خلکو اختر لمانځه.

په تېرو څلورو کلونو کې په پاکستان کې د چاودنو او ځانوژونکو حملو په اثر تر څلور نيم زره زيات کسان وژل شوي دي.

اکثره دا ډول حملې پاکستاني طالبانو او له القاعده سره نورو تړليو ډلو کړي دي.