اروپايي اتحادیه د لیبیا پر ۲۸تصدیو بندیزونه پای ته رسوي

اروپايي اتحاديې پرېکړه وکړه، چې د بندرونو، بانکونو، تېلو او ګازو په ګډون د ليبيا پر اته ويشتو تصديو بنديزونه پای ته ورسوي.

د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو مشرې کاترين اشټن د پنجشنبې په ورځ د دې پرېکړې د اعلانولو په ترڅ کې وويل، د دې کارهدف دا دی چې د ليبيا د موقت حکومت منابع ښې شي، له خلکو سره مرسته وشي او د ليبيا اقتصاد بيا فعال شي.

دا پرېکړه د معمر قذافي د رژيم له پرزېدو وروسته د ليبيا د سياسي او اقتصادي بيارغونې د ملاتړ لپاره په پاريس کې تر نړېوال کنفرانس مخکې وشوه.

د شاوخوا شپېتو هېوادونو او نړېوالو موسسو هيتونه او د ليبيا د ملي انتقالي شورا جګپوړي غړي په دې کنفرانس کې ګډون لري چې د فرانسې د ولسمشر نيکولا سرکوزي او د بريتانيا د صدراعظم ډيويډ کامرون په بلنه جوړ شوي دي.