ښاغلي لودین د پاکستان د همکارېو په برخه کې په شتو ستونزو رڼا واچوله

د سولې عالي شورا هیله منه ده، چې د اختر په مناسبت د ولسمشر کرزي پیغام او په ځانګړې ډول د هغو ماشومانو بخښل او خوشې کول، چې د ځان وژونکو حملو لپاره روزل شوي وو د سولې په روانو هڅو مثبت اغیز وکړي.

د دې شورا مرستیال مولوی عطاء اله لودین له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې د دغه وروستي اقدام په اړه خپل دریځ څرګند کړې او په دې ترڅ کې یي د پاکستان د همکاریو په برخه کې په شتو ستونزو رڼا اچولې.

دا مرکه په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مهمند کړې، چې د همدې پاڼې په کيڼ اړخ کې يي د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ