د سوريې ځواکونه په راستان کې ځاى پر ځاى شول

د سوریی د بشري حقونو فعالان وایي، امنیتي ځواکونه د مرکزي ښارراستان شاوخواچې د بشارالاسد د رژیم ضد د پراخومظاهرو صحنه وه، ځای پرځای شوی دي.

فعالانو وویل، د سختو ډزو راپور ورکړل شوی او اوسیدونکی پرښار د امنیتی ځواکونو د یرغل له ویری له ښاره تښتی.

په سوریه کی د رژیم ضد مظاهره چیانو په وړاندی د حکومت د ځپونکو اقداماتو په ترڅ کی له ۲۲۰۰ څخه زیات کسان وژل شوی دی.

متحده ایالاتو اود اروپایی اتحادیې مشرانوله اسد څخه غوښتی چی له قدرته لیرې شي.

د سختو خبرداریو په ترڅ کی د ترکیې صدراعظم رجب تیب اردوغان چی هیواد یی یووخت د سوریی نژدی متحدو، اسد ته خبرداری ورکړچی ممکن رژیم یی لکه د تونس، مصر او لیبیاد رژیمونو په سرنوشت اخته شی.