د بالتیک د سمندرګي له غاړې د کوچني هېواد استونیا پارلمان نن جمهور ریس ټاکي.
تمه چې ده، چې توماس هیندریک ایلویس به د یوې بلې دورې لپاره د جمهوریس په توګه غوره شي، نه یواځې د صدراعظم اندریوس اندسیپس د اصلاحاتو ګوند او د هغه متحد محافظه ګار د هغه ملاتړ کړی، بلکې د اپوزیسیون سوسیال ډموکرات ګوند هم د هغه پلوي کړې ده.
د اروپا د پارلمان غړی اندریک تاراند یواځینی بل کاندید دی.
د ایستونیا د جمهوري ریاست څوکۍ ترډیره تشریفاتي بڼه لري، خو د دې صلاحیت لري، چې پارلمان منحل کړي او نوی انتخابات اعلان کړي.