د هلمند په عملیاتو کې ۱۲ طالب وسله وال وژل شوي

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲ وسله وال وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې دوه وسله وال مخالفین وژل شوي او څلورنور نیول شوي دي.

له دغه وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې په زابل، نیمروز، فاریاب او غزني کې وژل شوي او نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په لوګر او کو نړ ولایتونو کې د ملي اردو یو سرتیری وژل شوي او اوه تنه نور ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په زابل او فراه ولایتونو کې د ملي اردو سرتیرو یوه اندازه وسلې او مهمات هم نیولي دي.