د سولې عالي شرا پر مخالفینو غږ کړې چې وینې تویو بس کړي

د افغانستان د سولې عالي شورا په مخالفینو غږ کړی، چې د کوچني اختر د رارسیدو له امله دې د سولې له پروسې سره یوځای شي او نوی ژوند دی پیل کړي.

له دغې شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې له مخالفینو غوښتل شوي، چې د وینې تویولو لړۍ پای ته ورسوي او د خبرو له لارې دې د افغان ولس پر ټپونو پټې کیږدي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان ولس په تیرو دریو لسیزو کې ډیر قربانۍ ورکړي او اوس د دې حق لري، چې په سولیزه فضا کې ساه واخلي.

دغه شورا له ټولو حج کوونکو څخه غوښتنه کوي، چې په بیت الله شریف کې د افغانستان د امن او سولې لپاره لاسونه پورته کړي.