په افغانستان کې یو بهرني سرتېری ووژل شو

د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (آیساف) مطبوعاتي دفتر نن سهار ازادي راډیو ته په یوې رالیږلې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې د دغو ځواکونو یو سرتیری د افغانستان په جنوب کې وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې د پیښې کره ځای، د وژل شوي سرتیري هویت او مليت په هکله څه نه دي ویل شوي، خویوازې دومره راغلي چې دغه سرتیری د عملیاتو په جریان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.