لیبیا د عبدالباسط د ایستلو په اړه د امریکايي سناتورانو غوښتنه رد کړه

په لیبیا کې تازه واکمنو وسله والو ویلي، چې د عبدالباسط المګراهي په نوم هغه سړی چې د لاکربي په بمي پيښه کې د لاس درلودو په خاطر څو کاله بندي و، له دې هیواد څخه نه باسي.

د عدلیې وزیر محمد ال الاګي په طرابلس کې خبریالانو ته وویل، چې له لیبیا څخه د هغه د ایستلو په اړه د امریکايي سناتورانو غوښتنه هیڅ معنی نه لري ځکه المګراهي محاکمه شوی دی.

تیره اوونۍ یو شمیر امریکايي سناتورانو د لیبیا د انتقالي ملي شورا له چارواکو وغوښتل، چې المګراهي په ۱۹۸۸ کال کې د لاکربي د پيښي مسول وګڼي. په دې پيښه کې ۲۷۰ تنه وژل شوي وو.

د سکاټلنډ حکومت په ۲۰۰۹ کال کې المګراهي په دې خاطر چې په سرطان اخته و، له بنده خوشي کړ او خپل هیواد لیبیا ته له رسیدو سره سم یې د یوه اتل په څير هرکلی وشو.