ايران: ١٠ بنديان خوشې شول

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي د سلو زندانیانو د خوشې کولو امر کړی دی.

راپورونه وايي دا په امنیتي قضیو کې نیول شوي کسان دي او هغه افراد هم په کې شامل دي چې په ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ له لانجمنو انتخاباتو وروسته په پارېدلي تاوتریخوالي کې نیول شوي وو.

د ایران د لوی څارنوال په حواله فارس خبري اژانس ویلي دغه زندانیان وروسته له هغې چې توبه يې وویسته، د مذهبي مشر له خوا بخښل شوي دي.

د زندانیانو دا خوشې کېدل د کوچني اخترپه رارسېو او په ایران کې د پارلماني انتخاباتو له نژدې کېدو سره یو ځای شوي دي.