د یمن د دفاع وزیر وايي د دوى سمندري ځواکونو نن یوه وړه کښتۍ چې شک کېده چاودېدونکي مواد په کې ځای پر ځای وو او د دوى د جنګي بېړۍ لوري ته روانه وه، ډوبه کړه.
د یمن د سمندري ځواکونو قومندان جنرال روویس مجاور وویل چې دغې وړې کښتۍ هغو هوايي ډزو ته پام ونه کړ چې د دوي ځواکونو د خبردارى لپاره وکړې.
د یمن د دفاع وزیر دا ونه ویل چې چا د دې بېړۍ د ډوبولو هڅه کړې خو دا پیښه د ابین ولایت چې القاعده شبکې د فعالیتونو مرکز بلل کېږي ،په سواحلو کې شوې ده.