د لیبیا له پایتخت څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې دغلته د معمر قذافي د رژیم له ړنګېدو وروسته اوس په دغه ښار کې بشري ناورین په پراخېدو دى.
د راپورونو له مخې طرابلس د دارو درملو، خوراکي او سون موادو، اوبو او انرژۍ له کموالي سره مخامخ دی.
دغه راز د لیبیا د پایتخت زیاتې سیمې له کثافاتو هم ډکې دي.
دغه راز د پایتخت طرابلس د جګړې پر مهال د وژل شويو یو زیات شمیر مړي هم موندل شوي دي.
په طرابلس کې د قذافي له پوځي مرکز سره نژدې د پنځوسو مړو پاتې شوني هم موندل شوي دي.
په عین حال کې وسله وال یاغیان وايي دوى د قذافي پر پلرني ښار سرت باندې چې له طرابلس څخه د ۴۵۰ کيلومترو په واټن کې پروت دی، د بريد لپاره چمتووالى نیسي.
بل لوري ته عربي ټولنې د نړۍ پر نورو هېوادونو غږ وکړ، چې د لیبیا کنګل شوې پیسې او نورې ذخیرې خوشې کړي، څو د دغه هېواد نوي چارواکي له خپلو خلکو سره مرسته وکړي.