ریتا وږمې هم له بندیزونو سره سره سندرو ته مخه کړې

د خوست په پوهنتون کې نجونو ته لیلیه جوړه شوه

په خوست ښار کې د شیخ زاید پوهنتون د نجونو د لیلیې دوه پوړیزه ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه.

د شیخ زاید پوهنتون رییس ګل حسن ولیزي تېره اوونۍ پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا لیلیه دو اویا کوټې، خوړنځي ، جومات او د انټرنټ ځانګړې کوټه لري چې په یو وخت څلور سوه او پنځوس کسان په کې ځایېږي.

خبر زیاتوي، چې د خوست د شیخ زاید پوهنتون لس پوهنځي لري چې څه د پاسه څلور زره محصلین په کې زده کړې کوي خو د نجونو د لیلیې د نشتوالي له امله یوه ښځینه محصله هم په کې نشته.

افغان ورزشکاره له پاکستانه افغانستان ته راستنه شوه

افغان ورزشکاره مینا اسدي چې اووه کاله یې د پاکستان په نامه په ملي او نړېوالو لوبو کې ګډون کړی او پنځه دېرش مډالونه یې خپل کړي افغانستان ته راستنه شوې او تېره اوونۍ یې په کابل کې د ملت په نامه یو ورزشي کلب پرانیست.

پژواک خبري اژانس رپوټ ورکوي، چې نولس کلنه مینا اسدي اووه لس کاله د پاکستان په کویټه کې اوسېدلې او د دغه هېواد د شوتوکان کراټې د ملي ټيم غړې وه.

د مینا اسدي له خوا په جوړ شوي دغه ورزشي کلب کې چې په یوه وخت پنځوس کسه په کې ځایېږي نجونې د ورځې اووه وخته د شوتوکان کراټې تمرین کوي.


ریتا وږمه یوه افغانۍ سندرغاړی

ریتا وږمه چې اصلي نوم یې نیک بي بي دی له نن څخه اته څلویښت کاله وړاندې په کندهار کې زېږېدلې.

دا له اته ویشت کلو راهیسې د افغانستان په ملي راډیو ټلویزیون کې سندرې بولي.

ریتا وږمه وایي، چې له موسیقي سره یې شوق و، کله چې کابل ته راغله او دلته میشت شول په ګاونډ کې یې استاد ګل زمان اوسېده نو دا یې وهڅوله چې په سندرو ویلو پیل وکړي.

په افغانستان کې ښځې د هر ټولنیز فعالیت لپاره له کورنیو او ټولنیزو بندیزونو سره مخ کېږي، په تېره هنري فعالیتونه خو ګڼ خلک بد ایسوي او ښځو ته دا اجازه نه ورکوي چې په دې برخه کې کار وکړي، ریتا وږمه هم له همداسې بندیزونو سره مخ شوې.

ریتا وږمه هغه سندرغاړې ده، چې د ستېژ په سر په ژوندۍ بڼه سندرو ویلو سره یې زیاته علاقه ده او پخوا یې په هېواد کې دننه او بهر ګڼ ژوندي کنسرتونه اجرا کړي دي .

لکه څنګه چې مخکې هم یادونه وشوه ریتا وږمه پنځوس سندرې لري دا د دې علت چې ولې یې سندرې کمې دي اقتصادي ستونزې ښيي.

ریتا وږمه پځوا نالوستې وه، د سندرو شعرونه او طرزونه یې استاد ګل زمان ورته برابروول خو له څو کلو یې دا هلې ځلې پیل کړي چې لوستې شي او زده کړه وکړي نو ځان یې په ښوونځي کې شامل کړی او اوس په لسم ټولګي کې ده.

له ریتا وږمې مو د شخصي ژوند په اړه پوښتنه وکړه خو لکه نورې ګڼې دردمنې افغانې مېرمنې یې په پټه خوله له سترګو اوښکې را روانې شوې، دا چې په خپلو سندرو نورو ته ښادي وربښي د خپل ژوند کیسه یې ترخه ده.

ریتا وږمې واده کړی، خو په ځوانه ځوانۍ یې مېړه په مرګ ترې جلا شوی او دې ته د یو ماشوم زوی او لور روزنه یوازې ورپاته شوې وه، خو زمانې بیا هم رحم نه دی پرې کړی د پنځه لس کلن زوی په مرګ بوره شوې، د ریتا وږمې لور اوس ډاکټره ده خو دا د یوازیني زوی مړینې دومره ځورولې چې بېلابیلې ناروغۍ ورته پیدا شوي او زړه یې له سندرو بللو هم تور شوی .

ریتا وږمه اوس سندرې نه بولي .

دا يي یوه پخوانی سندره ده


نیمه نړۍ خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروي د هرې دوشنبې او سې شنبې په ورځو خپرېږي.

د ازادۍ راډیو د ښځو لپاره دا ځانګړې خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ