کرزی:په لوګر کې د ملکیانو د وژنې په اړه څیړنې وشي

ولسمشر حامد کرزي افغان امنیتي چارواکو ته پرون لارښوونه وکړه چې په لوګر ولایت کې د ولسي خلکو د وژنې د راپورونو په اړه څېړنې وکړي.

جمهوري ریاست په یوې اعلامیې کې د لومړنیو راپورونو پر اساس ویلي، د لوګر ولایت په برکې برک ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفانو د نیولو لپاره د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې درې تنه د ملي اردو عسکر ووژل شول.

د عملیاتو په جریان کې بهرنیو ځواکونو هوايي حمله کړې وه او د څلورو ښځو په ګډون د یوې کورنۍ شپږغړي پکې وژل شوي دي.

تر دې مخکې په کابل کې د ناټو یوه ویاند په لوګر کېد وسله والو مخالفانو د وژلو خبر ورکړی وو، خو د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه یې بې خبري ښوولې وه.