د مشرف د شتمنیو د ضبطولو امر صادر شوی

یوې پاکستانۍ محکمې د خپل هېواد د پخواني ولسمشر پرویز مشرف د شتمنیو د ضبطولو امر صادر کړی دی.

د فرانسې خبري اژانس د څارنوال چودري اظهر په حواله وايي، محکمې پرون امر وکړ چې د مشرف شتمني دې ضبط او بانکې حسابونه دې په پاکستان کې بند کړای شي.

مشرف چې په لندن او دوبۍ کې په جلا وطنی کې اوسي په دوه زره اوم میلادي کال کې د پخوانۍ صدراعظمې بې نظیر بوټو د قتل په ارتباط تر تعقیب لاندې دی.