نن سهار د لس نیمو بجو په شاوخوا کې د هرات ولایت د امنیې قومانداني په مخکې یوه چاودنه وشوه، یوه ښځه په کې مړه او څلور کسان ټپیان شول.
د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند نورخان نیکزاد ازادۍ راډیو ته د پیښې د تایید پر مهال وویل، چاویدونکې مواد په یوې لاسي کراچۍ کې ځای پرځای شوي وو.
د هرات سیمه اېز روغتون د جراحي څانګې ډاکټر برکت الله محمدي وایي، په دې چاودنې کې یو تن وژل شوی او ۷ نور ټپیان دي. د دغې چاودنې مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.