یو شمېر ناپیژندل شوي وسله وال تېره شپه د مرکزي بغلان د ولسوالۍ به مربوطاتو کې یوه مسجد ته داخل شول، یو کس یې وواژه او دوه نور یې ټپيان کړل.
د بغلان د ولایتي شوری مرستیال اسدالله شهباز ازادي راډیو ته وویل، د دغې حملې انګېزه تراوسه نه ده معلومه شوې خو ګمان کیږي، چې د شخصي دښمنیو پیښه ده.
په یوې بلې پیښې کې نن سهار د ملي پوځ یو رینجر موټر د دوشي -پلخمري د لارې په اوږدو کې په یوه ښخ شوي ماین وخوت او له امله یې د ملی پوځ یو سرتیری مړ او د کورنۍ درې کسان یې ټپیان شوي دي.
د دوشي ولسوال شمس الدین سرحدي وایي، ټپیان یې روغتون ته انتقال کړي دي.