افغان ولسمشر حامد کرزي د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون وروستۍ پرېکړه تایید کړه او ویې ویل، چې د دې کمېسیون پرېکړه باید عملي شي.
د افغان ولسمشر یوه ویاند سیامک هروي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا پرېکړه عملي ده او انتخاباتي ناندرۍ یې هم پای ته ورسولې.
“د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون حکم د اجرا وړ دی، د قانون د ساتنې ټولې مرجع دنده لري او باید له قانون سره سم خپل کار وکړي.”
د ولسمشرۍ ماڼۍ د انتخاباتو کمېسیون د پرېکړه ملاتړ داسې وخت کوي، چې نه ولسي جرګه او نه هم معترض کاندیدان شوې پرېکړه مني.