د اسراییلو په هوايي بریدونو کې ۶ فلسطینیان وژل شوي

راپورونه وايي، چې د اسراییل په هوایي بریدونو کې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې شپږ فلسطینیان وژل شوي او له شلو ډېر ټپیان دي.

راپورونه زیاتوي، نن وختي دوه کسان هغه مهال ووژل شول، چې اسراییلي الوتکو د غزې په شمال کې د اسلامي جهاد اړوند ځایونه په نخښه کړل.

د اسراییل پوځ دا هم وايي، چې د غزې په شمال کې یې د وسلو زېرمه او د هغې د قاچاقولو تونلونه هم په نحښه کړي دي، چې له مصر سره د غزې له جنوبي پولې پرې وسلې راتېروي.

د اسراییلو پوځ پرون ویلي وو، چې له غزې څخه وسلوالو د دوی هیواد ته څوارلس نور توغندي هم توغولي دي.