د لیبیا یاغیان چې ښکاري پر دغه هېواد واکمنۍ ته چمتو دي، وايي په مرکز طرابلس او نورو سیمو د ولکې ټینکولو لپاره یې ځواکونو د معمرالقذافي او د هغه د زامنو د نیولو هڅې پیل کړې دي.
یاغیانو د قذافي پر سر له یو ملیون ډېر ډالر اېښي او وايي، هغه کس، چې د قذافي په حکومت کې کار هم کړی وي، که نوموړی ونیسي او یایې ووژني، نو وبه یې بښي.
له تېرې سې شنبې راهیسې، چې یاغیانو د قذافي مرکز باب العزیزیه ونیو، نوموړی نامعلوم ځای ته ولاړ.
قذافي ژمنه کړې، چې تر بریالیتوب او یا هم تر مرګه پورې به وجنګیږي.