د افغانستان د بهرنیو چارووزارت وایي، چې د متحده عربي اماراتو او د افغانستان د ګډوهمکاریو د کمیسیون په لومړنۍ غونډه کې، چې پرون د متحده عربي اماراتو په پایتخت ابوظبي کې ترسره شوه، د دواړو هیوادونو ترمنځ درې مهم تفاهم لیکونه لاسلیک شول.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي له ازادي راډیو سره په مرکه کې دغه تفاهم لیکونه ډیرمهم وبلل او ویې ویل، چې متحده عربي اماراتو له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړي کیدو په ترڅ کې د دونیم سوه میلیون ډالرو نوې مرستې ژمنه وکړه.
هغه وویل، د مرستې دغه پیسې به په کابل ښارکې د معلولینو لپاره د هستوګن ځایونو جوړولو، په افغانستان کې د کرنې د بیارغونې او د نوروبنسټیزو تاسیساتو د رغولو پرچارو ولګیږي.
موسی زي وویل، د متحده اماراتو چارواکو د بهرنیو چارو د وزیر زلمي رسول په مشرۍ له افغاني هیات سره په خبرو کې یوځل بیا په افغانستان کې د سولې له بهیره خپل ملاتړ څرګند کړ.
د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په وینا عربي متحده اماراتو له لسو کالو راهیسې له افغانستان سره د امنیت د ټینګښت او بیارغونې په برخه کې د پام وړ مرسته کړې ده.
پر همدې مسئله نورياس نوري له ښاغلي موسى زي سره مرکه کړې ده. دا مرکه په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې واورئ