د کندهار د ملي امنیت چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې یوه داسې څلور کسیزه ډله نیولې چې د دغه ولایت د لوړ پوړو چارواکو په وژنه کې لاس لري.
د کندهار د ملي امنیت ریس جنرال محمد نعیم مومن نن په یوي خبري ناسته کې نیول شوي کسان رسنیو ته وښودل.
د جنرال مومن په خبره دغه نیول شوې ډلې په دې وروستيو كې د كندهار د حج او قافو د رئيسانو محمد حسن تيموري او عبدالله حليم د وژلو تر څنګ يې د احمدولي كرزي په فاتحه او كندهار ښاروالۍ كې يي ځانمرګي بريدونه د لنګوټې په واسطه تر سره كړي وو، چې په کې د علماو شورا رئيس مولوي حكمت الله حكمت او د كندهار ښاروال غلام حيدر حميدي ووژل شول.
د ملي امنیت د ریس په خبره نیول شوي، کسان د کندهار ښار د محله جات او يخ کارېز اوسېدونکي دي ، چې په نيول کېدو سره به یي د ډېرو امنیتي پېښو مخه ونیول شي.
ده په ورته وخت کې له مرکزي حکومته وغوښتل، چې په دې اړه يو ه ځانګړې محکمه جوړه کړي چې نيول شوي کسان په سزا ورسوي .
نيول شوېو کسانو هم وويل، چې د کندهار ښاروال لپاره يي يو تن ځانمرګى درې ورځې په يوه مسجد کې روزلي و او د علماو د شورا ريس يې هم په ورته بريد کې وواژه .
د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کې د کندهار زیات شمېر دولتي چارواکي ووژل شوې، چې د وژلو پړه یي د دولت وسلوالو مخالفینو په غاړه اخیستی.
محمدصادق رښتینی،کندهار