ایساف په القاعده پورې يي تړلي دوه مخالفین ووژل

ایساف ځواکونه وایي، چې له افغان ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې یي د القاعده شبکې پورې تړلي وسله مخالفین وژلي دي.

ایساف په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دا عملیات تیره ورځ د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې شوې.

د پکتیا د زرمت ولسوال ګلاب شاه ازادۍ راډیو ته ویلي، چې په دې عملیاتو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي.

طالبانو هم په دې عملیاتو کې د دریو ملګرو وژل مني خو ادعا کوي، چې د عملیاتو په مهال په یو ساعته جګړه کې یي ایساف ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اړولې خو په اړه یي معلومات نه لري.

چارواکو د طالبانو ادعا رد کړې ده.