معنوي: د ولسي جرګې په اړه زموږ پرېکړه وروستۍ ده

له ولسي جرګې د نهه تنو وکیلانو د ایستلو تر اعلان وروسته، د انتخاباتو د خپلواک کمیسون وايي، چې دا د انتخاباتو د نتایجو په سر د لانجې د پای ته رسولو لپاره د دوی وروستۍ پریکړه وه.

معنوي ازادۍ راډيو ته ویلي، چې د دوی پریکړه د جمهور ریس د فرمان پر اساس شوې ده او هیڅ بلې ادارې ته به د دې مسالې د زیات څیړنې اجازه ورنه کړي.

د انتخاباتو د شکایتونو د څارنې ځانګړې محکمې او د جمهور ریس د مطبوعاتو ادارې په دې اړه له خبرو کولو ډډه کړې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا هم ازادي راډیوته وویل شول، چې نه غواړي په دې اړه تبصره وکړي.