د سوداګرۍ وزارت له روسیې سره په یوه تازه موافقه کې پریکړ کړې، چې هر کال به پنځه لکه ټنه نفتي مواد افغانستان ته واردوي.
د سوداګرۍ وزیر پرون په کابل کې وویل، چې له دریو روسي شرکتونو سره یې موافقه وکړه، چې افغان سوداګرو ته د نړیوال مارکیټ د نرخ پر اساس نفتي مواد ورکړي.
د سوداګرۍ وزیر چې په وروستیو کې روسیې ته تللی و، زیاته کړه، چې روسي شرکتونه به افغانستان ته په یو څه تخفیف نفتي مواد ورکوي.
د سوداګرۍ وزارت وايي، چې افغانستان په کال کې لږترلږه درې ملیونه ټنه نفتي موادو ته اړتیا لري، چې زیاته اندازه یې له روسیې، ترکمنستان او د خلیج له یو شمیر هیوادونو واردیږي.