یونان: اروپايي ټولنه دې د پور ورکولو پر موافقې عمل وکړي

د یونان د ماليې وزیر له اروپايي اتحادیې غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې هیواد ته د پور ورکولو له کړې موافقې سره سم عمل وکړي.

دا موافقه څو میاشتې مخکې شوې ده او پر اساس یې اروپايي اتحادیې پریکړه کړې، چې له اقتصادي بحران څخه د یونان د ایستلو لپاره دې هیواد ته ۱۰۹ ملیارد ډالر ورکړي.

د یونان د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې د دې هیواد د مالیې وزارت د اروپايي اتحادیې یو شمېر لوړ رتبه چارواکو ته، چې په هغوی کې د ایرو زون د هیوادونو مالیې وزیرانو او د اتحادیې مالي مشر ته لیکونه استولي دي.

د یونان د مالیې وزیر په دې لیک کې غوښتنه کړې، چې له اتن سره د کړې ژمنې د ترسره کولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.